[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د سعودي عربستان سترې محکمې له خلکو غوښتي چې د یکشنبې په ماښام د روژې میاشتې لیدلو هڅه وکړي.
د سعودي رسنیو د کب په ۱۸مه خبر ورکړی چې یکشنبې د شعبان میاشتې ۲۹مه ده؛ ځکه یې د سترې محکمې په اعلامیه کې له خلکو یاده غوښتنه کړې ده.
د سعودي سترې محکمې خلکو ته ویلي، د روژې مبارکې میاشتې لیدلو په صورت کې دې نږدې دولتي مسوولینو ته خبر ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د روژه ماتي افطاري جدول خپور کړی چې له مخې یې دوشنبې روژه اعلان شوې ده.
بلخوا د پاکستان حکومت ویلي چې هغوی به د دوشنبې په ماښام د روژې میاشتې لیدلو هڅه کوي.
[/restrict]
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن