ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي امارت هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو بررسي پیل کړه

اسلامي امارت هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو بررسي پیل کړه

author avatar
9 Mar 2024 - 17:45
اسلامي امارت هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو بررسي پیل کړه
author avatar
9 Mar 2024 - 17:45

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو د څېړنې بهیر پیل کړی دی.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې چې د اهل‌هنود هېوادوالو غصب شوې او یا هغه ځمکې چې د جعلي وکالت‌لیکونو په واسطه یې د غصب کېدو احتمال موجود وي، تثبیت او بررسي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخنیکي پلاوي راپور د غصب شوو ځمکو له تثبیت او تشخیص وروسته، د کمېسیون له خوا څېړل کېږي او په دې اړه به لازم تصمیم ونیول شي.

وړاندې لیکل شوي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې تخنیکي پلاوي به د اهلِ‌هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت بررسي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.