ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د افغان کډوالو ۸۰ سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري

پاکستان کې د افغان کډوالو ۸۰ سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري

author avatar
10 Mar 2024 - 04:59
پاکستان کې د افغان کډوالو ۸۰ سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري
author avatar
10 Mar 2024 - 04:59

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): پاکستان کې یوې غیر دولتي موسسې ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

دغه معلومات په پاکستان کې د ښوونې او روزنې برخه کې یوې فعالې غیردولتي ادارې «الف اعلان» خپاره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، په پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغالو او له پنډغالو بهر شاوخوا ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر شپاړسو کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.

د یادې ادارې په وینا، دغه شمېره د ملګرو ملتونو کډوالو له ادارې سره هم ثبت ده.

د دې ادارې یوه کارکوونکي عمر اورکزي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې له راجسټر افغان ماشومانو پرته په سلګونه زره نور هم ښوونځیو ته نه ځي چې د اټکل له مخې شمېر یې ښايي تر لس لکو زیات وي.

اورکزی زیاتوي چې د افغان کډوالو اکثر ماشومان ښوونځيو ته ځکه نه ځي چې کورنۍ یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له همدې امله په ښوونځیو کې داخلې هم نه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، په پنډغالو کې مېشت د افغان کډوالو ماشومانو ته په ښوونځيو کې د داخلې لپاره د اسنادو اړتیا نه وي، خو له پنډغالو بهر ترې په سرکاري او شخصي ښوونځیو کې اسناد غواړي.

د (الف اعلان) ادارې چارواکی عمر اورکزی وايي، پاکستان ته په ورغلیو کډوالو کې اکثریت هغه خلک دي چې هغوی د بې وزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوی، نو هغوی ته د ورځې یوه نمړۍ ډوډۍ موندل پکار وي. ځکه خو یې ماشومان په رستورانونو، مستري خانو کې کار کوي، او اکثریت یې کباړ راټولوي.

[/restrict]

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.