ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې سږ کال ۱۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي

اروزګان کې سږ کال ۱۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي

author avatar
10 Mar 2024 - 15:20
اروزګان کې سږ کال ۱۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي
ارشیف
author avatar
10 Mar 2024 - 15:20

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د اروزګان د مخابراتو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې د مخابراتي خدمتونه پراختیا په موخه روان کال ۱۴۲ نوي سایټونه فعال کړي دي.

د اروزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي زین‌الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په څه باندې ۱۱ میاشتو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۴۲ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي او زیاتوي چې له دې سره مخابراتي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي کچه هم ۸۰ سلنه ته لوړه شوې ده.

هغه وویل: «اوسمهال د اروزګان اتیا سلنه اوسېدونکي له غږیزو مخابراتي اسانتیاوو برخمن دي.»

نوموړي زیاته کړه، د غږیز مخابراتي خدمتونو ترڅنګ د دغه ولایت د مرکز په ګډون د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي انټرنېټي خدمتونو ته هم لاسرسی لري.

هغه وایي چې په نورو ولسوالیو کې هم د انټرنېټي خدمتونو فعالولو لپاره له اړوند مخابراتي شرکتونو سره په اړیکه کې دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، اوسمهال یوازې په ترینکوټ ښار او دهراوود ولسوالۍ کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو له لوري د سیم‌کارتونو د وېش پروسه پیل شوې ده.

ورته مهال د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې دغه ولایت کې مخابراتي خدمات پراخ شوي او د دوی ستونزې ورسره کمې شوې دي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیدنبي وایي، په لومړي ځل د دوی په سیمه کې د مخابراتي شبکې سایټ فعال شوی او اوس کولی شي، له موبایل ټیلیفون څخه کار واخلي، خو غوښتنه کوي چې باید انټرنېټي خدمات هم ورته فعال شي.

د یاد ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی محمدولي بیا غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو د خدماتو مرکزونه دې هم ډېر شي چې وکولی شي، په اسانۍ سره سیم‌کارتونه ترلاسه کړي.

هغه وایي، اوسمهال یوازې په مرکز کې د سیم‌کارت ترلاسه کولو او ثبت لپاره خدمات شته چې ګڼه‌ګوڼه ورباندې ډېره ده او دوی اړ دي چې په ورځو – ورځو ورته انتظار وکړي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.