پلعلم (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سرپرست وزیر وايي چې سږ کال د اوبو زیرمه کولو او خوندیتوب په موخه د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۵۰۰ چکډیمونه جوړ شوي دي.
دغه څرګندونې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د لوګر ولایت په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
هغه وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه ۵۰۰ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوي دي.
عمري زیاته کړه، دغه چکډېمونه د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د بېلابېلو وزارتونو له لوري جوړ شوي دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغو چکډېمونو له پرانیستې وروسته په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړه شوې ده.
ده وویل چې په راتلونکي کال کې به کروندګر د ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبه هم ولري.
کرنې وزیر همدارنګه زیاته کړه، د ورستیو واورو او بارانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه لوی او واړه څاوري تلف شوي او یو شمېر یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
خو ده وویل چې تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت له مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرسته شوې ده.
هغه زیاته کړه: «کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې کرنه او مالداري عصري بڼې ته واړوي، کروندګرو او مالدارو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
په دې غونډه کې د لوګر د کرنې رييس مولوي سیدامین هاشمي د کرنې له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د کروندګرو حاصلاتو ته د بازار موندنې او د سړو خونو جوړولو برخو کې همکاري وکړي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن