اټلانټا (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې میاشت ولیدل شوه، سبا دوشنبه د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د سعودي عربستان رسنیو د دغه هېواد د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې نن د شعبان المعظم میاشتې په ۲۹مه نېټه د رمضان المبارک میاشت ولیدل شوه؛ ځکه سبا دوشنبه به د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
بلخوا د افغانستان سترې محکمې په یوه خبرپاڼه ویلي چی کندهار کې میاشت لیدل شوې او سبا دوشنبه روژه ده.
دغه راز په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم دوشنبه روژه اعلان شوې، خو د پاکستان حکومت هم ویلي چې سبا به د روژې د اعلان لپاره ناسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP