میدانښار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د میدانوردګو عامې روغتیا رييس وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۲۹ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او نږدې دوه میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
د میدانوردګو عامې روغتیا ريیس ډاکټر محمدزرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یوه کال کې یې د عامي روغتیا وزارت په همکارۍ او د ۱۲ موسسو په مرسته د یو میلیارد افغانیو په لګښت پروژې پلې کړې دي.
نوموړي وویل چې په دې موده یې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي همکارۍ د ۷۰ روغتیايي مرکزونو ودانۍ ترمیم کړې او پلان لري چې ۲۹ نورو کلینیکونو ته ودانۍ جوړې کړي.
هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ په مرکز میدانښار، دایمیرداد، چک، نرخ، جلرېز، جغتو، سیداباد، شیخاباد، د بهسودو لومړۍ حصې، مرکزي بهسود او نورو ولسوالیو کې ترمیم شوې دي.
د ځیرک په خبره چې یادو روغتیايي مرکزونو ته ځیني پرمختللي وسایل هم لکه جن اېکس فورت، ډیجیټل اېکسرې، دوپلرالتراسونډونه، سيبيسي مایکرولب او ځیني نور ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په همدې موده کې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو شمېر له ۷۷ څخه ۱۰۶ ته لوړ شوی چې ورسره ډېرو خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱،۸ میلیون کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د ځیرک په وینا، پلان لري چې راتلونکي کال کې هم له درېيو نورو موسسو سره تړونونه لاسلیک کړي څو په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه نور هم پراخ شي.
بل لور ته، خلک هم په دغه ولایت کې له روغتیايي خدمتونو خوښ دي.
د جغتو ولسوالۍ بیګموش سیمې اوسېدونکي حاجي میرویس پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې د دوی په سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
هغه وویل: «مخکې موږ خپل عادي مریضان یا کابل او یا هم غزني ښار ته انتقالول خو اوس تر ډېره دلته تداوي کېږي.»
د یادونې ده، له دې مخکې د میدانوردګو بېلابېلو سیمو خلکو روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایتونه کړي وو او په دې برخه کې یې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن