جلالاباد – غزنيښار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): حکومتي مسوولین وايي چې په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د کب په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند بحراباد سیمه کې يو ټېلر او الټو موټرو ټکر کړی دی.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
دی وایي، د پېښې ځای ته امنیتي او د ترافیکو مدیریت منسوبین پر وخت رسېدلي، ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدولي او د مړو شوو کسانو جسدونه يې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي ببرک پژواک ته وويل، د دواړو موټرو سرعت تېز وو چې له امله یې ټکر وکړ او خلکو ته په کې مرګژوله واوښته.
دغه راز په غزني کې هم ترافيکي پېښه شوې ده.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ د ناني سیمې مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار یوه موټرسایکل له کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
د یادو پېښو لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېری مهال دغه ډول پېښې د چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله کېږي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن