Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ایران سرحدي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): د ایران او افغانستان سرحدي استازو په ګډون د سرحدي ستونزو د حل او همغږۍ پیاوړتیا په موخه غونډه جوړه شوه.

په هرات کې د ٢٠٧ الفارق قول‌اردو وياند عزت‌الله سعيدي باختر ژانس ته ويلي چې په دې غونډه کې د ایران له لوري د تهانه سیاه تپې ته څېرمه د سړک جوړولو او دغه راز د اسلام کلا او دوغارون ګمرکونو سرحدي عسکرو او مجاهدینو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې وشوې.

سعیدي زیاته کړه چې په دې غونډه کې د دغو ستونزو هواري پرېکړه وشوه او اوسمهال د مسافرو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

هغه وویل، د افغان سرحدي چارواکو په پلاوي کې د ۲۰۷ الفارق قول‌اردو د پنځمې سرحدي لوا قوماندان محمدرحیم خادم، د درېیم سرحدي کنډک قوماندان، د اسلام کلا ګمرک مرستيال او د پنځمې سرحدي لوا د افراسيون قوماندان ګډون کړی و.

دا ناسته په داسې حال کې شوې چې څو ورځې مخکې د دواړو هېوادونو سرحدي ساتونکو ترمنځ ډزې شوې وې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.