[restrict paid="true"]
میدانښار (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو د والي ویاند وحیدالله سروري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو سياليو کې خورشيد جلرېز، استقلال جلرېز، ستارههاى تكانه، سېلاب، پيكان، ذيولات، متحد، شيرخان، اتحاد، خوجگاني، خراسان، ارياى جلريز لوبډلو ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه، د يادو سياليو پايلوبه د خورشید جلرېز او استقلال جلرېز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پايله کې خورشید جلرېز خپلې سيالې لوبډلې د څلور پر دوه ګولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د هغه په وینا، دغه سیالۍ یې د فوټسال لوبډلې لپاره د نوو لوبغاړو غوراوي او همدارنګه د میدانوردګو ورزشکارانو استعدادونو ودې او غوره همغږۍ په موخه ترسره شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP