[restrict paid=”true”]
میدانښار (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې درې کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمدیوسف اسرار د کب په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د ورځې په اوږدو کې د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ پر حقوقي موضوع شخړه شوې چې په نتیجه کې یې د يوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل، یاده پېښه د سیدحسین او غلام سخي کورنیو ترمنځ شوې ده.
هغه وویل چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د مقابل لوري کسان نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.
[/restrict]
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن