Language

افغانستان درېیمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم ایرلینډ ته ماته ورکړه او لوبلړۍ یې وګټله

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په درېیمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم ایرلینډ ته په ستر توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

دا لوبه چې نن (د کب ۲۲مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان د پیل لوبغاړو رحمن‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل واخیست خو وروسته بیا پر له‌پسې دوه لوبغاړي وسوځېدل.

ملي لوبډلې په ټاکل شوو  ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري رحمن‌الله ګربز ۵۱، حشمت‌الله شهیدي، ۶۹ او محمدنبي بیا ۴۸ منډې وکړې.

د ایرلینډ لوبډلې چې د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، په لومړي اوور کې یې یو لوبغاړی وسوځېد خو پاول سټرلینګ او کرټس کمپیر بیا ښه ملګرتیا وکړه چې هر یوه ۵۰ او ۴۳  منډې وکړې او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۸۰ پورې ورسولې.

خو د ایرلینډ نورو لوبغاړو د محمدنبي او ننګیالي خروټي د ښې توپ‌اچونې مقابله ونه شوه کړای او دغه راز د ایرلینډ ټوله لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر  وګټله او په دې سره یې دغه لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د افغانستان له لوري محمدنبي پنځه، او ننګیالي خروټي څلور لوبغاړي وسوځول.

محمدنبي د درېیمې لوبې او رحمن‌الله ګربز د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړي اعلان شو.

د یادونې ده، د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ دویمه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه د باران له امله لغوه اعلان شوه او لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه.

له دې مخکې ټسټ لوبه ایرلینډ ګټلې وه.

Related Topics