Language

عزیزي د پاکستان سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو ټینګولو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمدخرم سره په انلاین بڼه له دغه هېواد سره د اړیکو پراختیا او لا ټینګښت په اړه او سوداګریزو برخو کې د ستونزو پر حل او د خنډونو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي چې یاده غونډه کې دواړو لورو په تېرو دوه‌نیم کلونو کې د پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ډېرېدو، د ستونزو حلولو او د سوداګریزو او ټرانزیټي خنډونو لرې کولو، د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو، د دولت او د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو جوړولو او د سیمه‌ییزو همکاریو پر ډېرېدو خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې لیدنې په پای کې محمدخرم ته بلنه ورکړل شوه څو له خپل مل پلاوي سره کابل ته راشي او پر یادو موضوعاتو لا ډېرې خبرې اترې وشي.