ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې سلګونه جریب غصب ځمکه راګرځول شوې، حیدرجان نعیم‌زوی توقیف شوی

کابل کې سلګونه جریب غصب ځمکه راګرځول شوې، حیدرجان نعیم‌زوی توقیف شوی

author avatar
12 Mar 2024 - 15:34
کابل کې سلګونه جریب غصب ځمکه راګرځول شوې، حیدرجان نعیم‌زوی توقیف شوی
author avatar
12 Mar 2024 - 15:34

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه ځمکه استرداد او حیدرجان نعیم‌زوی توقیف شو.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار په بګرامۍ ولسوالۍ که د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه استرداد شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند د علاءالدین‌خېلو د کلي موضوع د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست له طریقه د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد اختصاصي محکمې ته استول شوې وه او د محکمې د پرېکړې له مخې، ۵۵۵ جریبه ځمکه چې قباله لرونکې ده د اشخاصو په نفع حکم صادر شوی او متباقي ځمکه یې امارتي بللې او د استرداد حکم یې صادر کړی دی.

عدلیې وزارت لیکلي: «د دغه خط اندازۍ په اساس د لوګر ولایت اوسېدونکی حاجي حیدرجان (د ولسي جرګې پخوانی غړی) د حاجي نعیم کوچي د زوی قلعه له خط څخه بهر په امارتي ملکیت کې واقع شوې وه، که څه هم د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون حاجي حیدرجان ته وخت ورکړ څو د فیصلې مطابق امارتي املاک تخلیه او خپله ذمه فارغه کړي، خو هغه اصولو ته غاړه نه ایښودله او د محکمې له حکم څخه یې تمرد کاوه؛ بناً نوموړی توقیف او د اختصاصي محکمې د فیصلې مطابق امارتي ملکیت مقلوعاً د نوموړي او نورو غاصبانو له تصرفه تخلیه کړل شو.»

عدلیې وزارت لیکلي چې یاد کمېسیون له چا سره شخصي خصومت نه لري او مسئولیت یې دا دی چې له غاصبینو زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه د بیت‌المال او امارتي ځمکې راوګرځوي چې دا کار د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ روان دی او تر دې دمه شاوخوا دوه میلیونه جریبه ځمکه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې استرداد شوې ده.

Views: 297

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.