کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کابل ښار په درېیو ولسوالیو کې یې د ۴۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۱۶ رغنیزو پروژو چارې بشپړې کړې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند مولوي نورالهادي عادل نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې پروژې د کابل ولایت پغمان، خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو رسونې دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ پلې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۷۹۶ زره او ۴۰۹ مترو په اوږدوالي د کانالونو جوړول او پاکول، د ۴۱۶ مترو په اوږدوالي د ګبیوني دېوال جوړول، د لس زره او ۵۷۱ مترو په اوږدوالي د کاریزونو پاکول، د ۲۴۱۰ مترو په اوږدوالي د پليلارو جوړول، د ۲،۴۶ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د ۲۵۹ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړول، د ۶۷۹۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې ویالو کانکریټ ریزي او د څښاک پاکو اوبو ۱۱ شبکو جوړول شامل دي.
هغه زیاتوي، د دغو پروژو د کار په لړ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د عادل د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شوې دي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن