ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یوې یوولس کلنې نجلۍ څلور کلن ماشوم وژلی

غزني کې یوې یوولس کلنې نجلۍ څلور کلن ماشوم وژلی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې نجلۍ یو څلور کلن ماشوم وژلی دی.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وایي، نن له غرمې مخکې د واغظ ولسوالۍ اړوند په شمشېر کلا کې یو څلور کلن ماشوم د همدغه کلي د یوې یوولس کلنې نجلۍ له لوري د ډبرو په ګوزارونو وژل شوی دی.

نوموړي وویل، د یادې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او یاده نجلۍ او د هغې پلار یې د ماشوم د قتل په تور نیولي دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې په اړه ډېر معلومات نشته خو له پلټنو وروسته به ډاګه شي.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.