Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«له نشه‌يي توکو اغېزمن هېوادونه دې له افغانستان سره د بدیل کښتونو برخه کې مرسته وکړي»

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وایي، هغه هېوادونه دې له افغانستان سره د بدیل کښتونو برخه کې مرسته وکړي چې د کوکنارو کښت او نشه‌يي توکو تولید له امله اغېزمن شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې پرون د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام‌رضا نجاري او د دغه سفارت د اقتصادي څانګې له مشر سره وکتل.

سرچینې د مولوي صدراعظم عثماني له قوله ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې برخه کې کارپوهان او ډېرې تجربې لري، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د کوکنار له کښت او نشه‌يي توکو له تولیده اغېزمن شوي، باید له کروندګرو سره همکاري وکړي او بدیل یې ترویج کړي.»

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د ایران مرستیال سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

د ایران مرستیال سفیر زیاته کړې: «د ایران له اسلامي جمهوریته چې کوم پلاوی راځي، باید دوه اړخیزې هوکړې ته ورسېږي، ایران لومړی هېواد و چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت بندېدو هرکلی وکړ او له تاسو سره همکار پاتې کېږي.»

د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه لیدنه افغانستان ته د ایران د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر همغږۍ په موخه وشوه.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی افغانستان ته راشي او د کرنې وزارت له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ اړوند بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د څېړنې برخه کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د یادونې ده، تېر کال د وري میاشتې په ۱۴مه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د یوه فرمان په صادرېدو په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید، پېر او پلور بندیز ولګېد.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.