چاریکار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي چې د سالنګ لویه لار د واورې او بادونو له امله دترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالحلیم اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار نن شپه له اته نیمو بجو را وروسته دطوفان او واورې د ورښت له امله وتړل شوه.
هغه له مسافرو او موټر چلوونکو وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې د سالنګ پر لور حرکت ونه کړي.
په تېرو شلو ورځو کې دا څلورم ځل دی چې دغه لاره د واورو د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کیږي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن