ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی

لوګر کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی

author avatar
12 Mar 2024 - 14:09
لوګر کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی
author avatar
12 Mar 2024 - 14:09

پل‌علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د مرکز پل‌علم پادخاب‌شانه سیمه کې د سیداغا په نوم یو ۴۰ کلن کس د ناپېژانده وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

دی وایي چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي خو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

بل لور ته، د وژل شوي کس یوه خپلوان د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې سیداغا له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او امنیتي ځواکونه یې باید قاتلین پیدا کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.