کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): ځیني جګړوځپلي په افغانستان کې د تېرو خونړیو جګړو ځوروونکې کیسې کوي، له هېوادوالو غواړي چې سره یو موټی شي او پرې نهږدي چې پردۍ جګړې بیا له افغانانو قرباني واخلي.
په افغانستان کې تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو په یو ډول نه یو ډول ټول افغانان وځپل؛ له چا یې مور او پلار واخیستل، څوک یې د خپلو اولادونو په ویر کېنول، ډېرې ښځې یې له امله کونډې، بورې او ورارې شوې، د ډېرو خټینې جونګړې ورانې شوې، ډېر یې معلول کړل، په میلیونونو یې کډوالۍ ته اړ کړل او په لکونو نور پر نشو روږدي شول او د تدریجي مرګ کومې ته ولېدل.
یاد میلیونونه جګړوځپلي افغانان هر یو د ناخوالو زړه بوږنوونکې کېسې لري؛ داسې کیسې چې په اورېدو یې له سترګو اوښکې بهېږي.
د ارزوګان د دهراوود ولسوالۍ د انارک کلي اوسېدونکی ۷۰ کلن حاجي محمدافضل یو له هغه کسانو دی چې شاوخوا ۱۵ کاله مخکې یې بهرنیو پوځیانو پر کور چاپې وهلې او پر مهال یې شپږ زامن او مېرمن له لاسه ورکړي دي.
هغه وایي، دغه دروند غم په ملا مات کړی او داسې یو کیفیت یې ورته پیدا کړی چې بیا یې کله هم نه پر شونډو موسکا راغلې او نه یې هم له سترګو اوښکې څڅېدلې دي.
محمدافضل وایي: «اوس که دنیا ورانه هم شي نه خندا راځي او نه هم ژړا.»
دی وایي چې شاوخوا پنځلس کاله مخکې، د وري میاشتې په لومړۍ شپه په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو یې د زوی پر کور چاپه ووهله.
هغه زیاتوي: «د چاپې پای ته رسېدو سره سم چې کور ته ورسېدم، ومې لېدل چې دواړه زامن مې (حسن نعمتالله او حسن حبیبالله) د کور په غولي پراته دي او شهیدان کړي یې دي.»
ده وویل چې له یادې پېښې پنځه میاشتې وروسته یې په ورته پېښه کې بل زوی هم له لاسه ورکړ، له دې دوه کاله وروسته امریکايي ځواکونو یې بیا په کور چاپه ووهله، دغه ځل یې درې زامنو او د ده مېرمنې ژوند له لاسه ورکړ.
دا د محمدافضل د ویرجینې کیسې پای نه دی.
هغه وایي چې له دغه برید لږ وروسته د وخت حکومتي ځواکونو ونیو، لومړی یې اروزګان کې د امریکایي ځواکونو کمپ ته، بیا یې کندهار کې د دغو ځواکونو کمپ ته او وروسته له هغه یې بګرام زندان ته ولېږداوه، شپږ کاله یې د بګرام په زندان کې تېر کړل.
محمدافضل وویل چې بګرام کې ډېر شکنجه شو او دومره پټ ساتل کېده چې تر زنداني کېدو څو میاشتې وروسته یې کور ته د مرګ احوال رسېدلی و او کورنۍ یې د فاتحې مراسم هم ترسره کړي وو.
د هغه په خبره،: «همدا اوسنۍ شپې زما په عمر حساب دي؛ ځکه چې مخکې به مو به د جګړې او چاپو له وېرې په ارام ژوند نه شو کولای، تېرو جګړو په کور کې دوه کونډې او څلور یتیم لمسیان په میراث را پرېیښي، کله چې ورته ګورم نو شهید زامن مې سترګو کې ګرځي.»
محمدافضل وویل، شپږ نور زامن هم لري، اوس له هغوی سره ګډ ژوند کوي. دی وایي په هېواد کې راغلي امنیت ته خوښ دی، له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د امنیت ټینګښت لپاره نورې هڅې او په نورو برخو کې هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د ګړوڅو کلي اوسېدونکی عبدالله هم وایي چې ۱۳۸۷ کال کې یې په هوایي برید کې د کورنۍ لس غړي له لاسه ورکړل او ۱۸ نور کسان ټپیان شول.
هغه وایي: «موږ نوي له پاکستانه راغلي وو، دلته په یوه کمپ کې په خېمو کې اوسېدو، د تره د زوی واده مو و، واده ته ولاړو، سهار وختي بهرني ځواکونه کلي ته راغلل، خلکو یوې خوا بلې خوا منډې وکړې، یوه وخت درز شو چې د واده کور یې بمبار کړ، په دغه بمبارد کې لس کسان زموږ د کورنۍ او درې مو کلیوالو شهیدان شول او تر ۱۸ کسانو نور ټپيان شول.»
د ده د معلوماتو له مخې، په یادو لسو کسانو کې د ده مېرمن، خواښې، دوه د تره مېرمنې، خوښينه او نور د کورنۍ غړي شامل وو.
عبدالله وایي، هغه مهال ورسره ژمنې وشوې چې قربانیانو ته ځمکې ورکوي او حج ته یې لېږي خو تر اوسه عملي نه شوې.
د بغلان نهرین ولسوالۍ د ابخانې ځدراڼو کلي اوسېدونکی ۶۳ کلن نظیم ځدراڼ هم په ۱۳۹۷ کال کې په کندوز ولایت کې د امریکایي ځواکونو عملیاتو پر مهال خپل ۲۲ کلن زوی له لاسه ورکړی دی.
ځدراڼ وایي چې زوی یې نوې کوژده کړې وه، پېغله کوژدنه یې پاتې شوه.
د هغه په خبره، زوی یې له هیچا سره هم تړاو نه درلود، د امریکایي ځواکونو د چاپو او عملیاتو پر مهال به تل عام کسان هم ځورول کېدل، وهل کېدل او بندیان کېدل به.
ځدراڼ چې پرلهپسې سلګیو د خبرو وار نه ورکاوه، وویل: «د ۲۲ کلن زوی د شهادت درد او فراق دومره سخت و چې مور یې له ډېرې ژړا، ویر او اندېښنو په سترګو ړنده شوه، اوس یې هم روغتیایي وضعیت ښه نه دی، کله کله یې داسې حال وي چې نه څه وینې، نه هم څه اوري، دا ټول له ډېره غمه ورپېښ شوي دي.»
د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی نازکمیر بیا وایي چې څه باندې درې کاله مخکې یې جګړو تره ترې واخیست او د تره د اوو یتیمانو او کونډې دروند مسوولیت ده ته ورپه غاړه شو.
هغه وایي چې تره یې د تېر حکومت په ځانګړو ځواکونو کې بغلان کې دنده درلوده.
هغه زیاتوي: «جنګ دې ورک شي، ډېر افغانان یې یو په بل ووژل، په دې ټول پوهېږو چې افغانان ټول په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ورک دي، تره مې له ډېرې مجبورۍ په نظامي برخه کې دنده اخیستې وه، په خپله تنخوا به یې ګوزاره کوله، شپه او ورځ په هماغې تېرېده، خو په بغلان کې یې د شپې له خوا په پوسته حمله وشوه، دی او درې څلور نور ملګري یې ټول په هماغه پوسته کې سوځېدلي وو.»
دی وایي چې د تره دوه زامن یې ښوونځي ته ځي خو پاتې پنځه وروڼه او خویندې یې کوچنیان دي.
هغه وویل چې حکومت یې د تره کورنۍ ته میاشتنۍ معاش ورکوي.
یاد کسان هېواد کې اوسني امنیت ته خوښ دي، له هېوادوالو غواړي چې سره یو موټی شي او پرې نه ږدي چې پردۍ جګړې بیا له افغانانو قربانۍ واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP