ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې وروستیو ورښتونو او سړې هوا د نږدې نیمايي شنو خونو فصلونه زیانمن کړي

فراه کې وروستیو ورښتونو او سړې هوا د نږدې نیمايي شنو خونو فصلونه زیانمن کړي

author avatar
13 Mar 2024 - 14:47
فراه کې وروستیو ورښتونو او سړې هوا د نږدې نیمايي شنو خونو فصلونه زیانمن کړي
author avatar
13 Mar 2024 - 14:47

فراه‌ښار (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د فراه د کرنې ریاست وايي چې وروستیو ورښتو او سړې هوا په دغه ولایت کې د شنو خونو نږدې نیمايي فصلونه له منځه وړي دي.

د فراه د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې پر ۱۳۲۵۶۴ جریب ځمکه شنې خونې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دې شنو خونو کې تر ډېره بادرنګ او رومیان کرل شوي چې وروستیو ورښتونو او سړې هوا یې تر نیمایي ډېر فصلونه له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو کروندګرو دغه ستونزه دوی په پلازمېنه کابل کې له مسوولینو سره شریکه کړې څو له زیانمن شوو کروندګرو سره مرسته وکړي.

بل لور ته، کروندګر هم دغه ستونزه تاييدوي.

د فراه د مرکز شوراباد سیمې یوه اوسېدونکي جواد پژواک ته وویل: «نیم جریب ځمکه کې مې بادرنګ کرلي وو، یخنۍ هرڅه خراب کړل، ټول فصل مې له منځه ولاړل.»

دغه راز، د فراه ښار د نورزي سیمې یوه کروندګر عبدالجبار وویل چې سړې هوا د شنو خونو فصلونه له منځه وړي دي.

دی وايي: «دا خبره رښتیا ده، یخې هوا نه یوازې د بادرنګو ګلان، بلکې د رومیانو یې هم وچ کړي دي.»

یو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو په یاده برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، د فراه بادرنګ او رومیان د دغه ولایت ترڅنګ پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.