Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال د غور په لرو پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

فېروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د غور عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.

د غور عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق وویل: «د روان کال په ترڅ کې مو ۴۰ کوچني روغتیایي مرکزونه په هغو سیمو کې چې سپنې وې خلکو یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، جوړ کړي څو ټولو ناروغانو ته په سم ډول رسېدنه وشي او خلک مجبور نه شي چې د خپلې درملنې په موخه په اوږدو لارو مزل وکړي.»

د هغه په خبره، دا روغتیایي مرکزونه د چهار سدې، الفاروق، الله‌یار، پسابند ولسوالیو ځينو سیمو او د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي دي.

نوموړي وویل چې په هر مرکز کې ښځینه او نارینه ډاکټران جذب شوي څو په وخت عاجلو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

هغه وایي: «د خوارځواکۍ ناروغۍ درملنې څلور مرکزونه د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار، لعل‌وسرجنګل، تیوره او چهارسدې ولسوالیو کې جوړوو څو دغو ناروغانو ته هم ښه رسېدنه وشي.»

د غور ولایت اوسېدونکي د یادو مرکزونو له جوړېډو خوښ دي.

د غور د چهارسدې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد‌علم پژواک ته وویل: «دا روغتیایي مرکز موږ ته ډېر ښه شو، مخکې موږ له ګڼو ستونزو سره مخ وو ښار ته به تلو، مجبور وو چې ډېر مصرف وکړو خو اوس ښه شو موږ له خپلو مسوولینو مننه کوو.»

د هغه په خبره، په دغه مرکز کې چې د دوی په سیمه کې جوړ شوی، عادي ناروغان تر درملنې لاندې نیول کېږي او هغو ته په وړیا درمل ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «که ناروغ لږ جدي وي، وایي چې ولایتي روغتون ته یې بوځئ.»

ورته وخت کې، دغور د پسابند ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالبصیر وایي چې د دغو روغتیایي مرکزونو له جوړېدو مخکې يې خپل ناروغان په سختی سره مرکز ته لېږدول، خو اوس له هیڅ ډول لګښت پرته د خپلې سیمې روغتیایي مرکز ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «موږ مخکې مجبور وو چې په ډېرو پیسو خپل ناروغان مرکز ته بوځو، اوس ډېر ښه شو، موږ غواړو چې ډېره توجه وشي، دغه مرکز دې پراخ شي، پوه ډاکټران دې راشي او ډېر درمل دې راوړل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.