Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عدلیې وزیر: اهل‌هنود هېوادوال دې د خپلو غصب شوو جایدادونو قبالې او اسناد شریک کړي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د عدلیې وزیر له اهل هنود هېوادوالو غوښتي چې د غصب شوو ځمکو  اسناد او قبالې یې له دوی سره شریک کړي.

د عدلیې وزارت له خوا د کب په ۲۳مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون رییس مولوي عبدالحکیم شرعي له یو شمېر اهل هنود هېوادوالو سره په کتنه کې د هغوی د غصب شوو ځمکو په اړه خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې اهل هنود هېوادوالو هم د عدلیې وزارت له سرپرسته د مننې کولو ترڅنګ وویل چې د دوی ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې غصب شوې دي.

هغوی زیاته کړه چې د خپلو غصب شوو ځمکو مشخصات به یاد کمېسیون ته واستوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي له اهل هنود هېوادوالو وغوښتل چې د غصب شوو ځمکو سندونه، قبالې، موقعیت او اندازه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو استرداد له کمېسیون سره شریک کړي څو یاد کمېسیون موضوع وڅېړي.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ چې کمېسیون او ولایتي تخنیکي پلاوي به يې دا موضوع په بشپړ جدیت او دقت سره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې په تېر کې د زورواکو له لوري غصب شوې وې چې د وخت حکومتونو یې په اړه هيڅ اقدام نه و کړی؛ مګر اوس دغه موضوع د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري په جدي ډول څېړل کېږي.

له دې مخکې د عدلیې وزارت ویلي وو چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو د څېړنې بهیر پیل کړی دی.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې اړوندو تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې چې د اهل‌هنود هېوادوالو غصب شوې او یا هغه ځمکې چې د جعلي وکالت‌لیکونو په واسطه یې د غصب کېدو احتمال موجود وي، تثبیت او بررسي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخنیکي پلاوو راپور د غصب شوو ځمکو له تثبیت او تشخیص وروسته، د کمېسیون له خوا څېړل کېږي او په دې اړه به لازم تصمیم ونیول شي.

سرچینې زیاته کړې، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې تخنیکي پلاوي به د اهلِ‌هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت بررسي کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.