ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روژه کې هغه خواړه او څښاک چې د روغتیا لپاره ګټه او ضرر لري

روژه کې هغه خواړه او څښاک چې د روغتیا لپاره ګټه او ضرر لري

author avatar
14 Mar 2024 - 16:24
روژه کې هغه خواړه او څښاک چې د روغتیا لپاره ګټه او ضرر لري
author avatar
14 Mar 2024 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): ډاکټران وایي چې که پېشلمي او روژه‌ماتي کې مناسب خواړه په نظر کې ونیول شي، روژه نیول د بدن داخلي غړو او روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.

په روژه کې بدن د څو ساعتونو لپاره له خوړو پرته پاتې کېږي، نو له دې کبله په روژه کې د مایعاتو او خوړو ترمنځ د تعادل ساتل ډېر مهم دي.

انګلستان کې د داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر محمدابراهیم دلیلي وایي، د روژې په ټوله میاشت کې له هر څه مخکې باید خوړو ته اهمیت ورکړل شي او د بدن د تعادل ساتنې په موخه دې له ټولو ګټورو خوړو استفاده وشي.

هغه د روغتیا له پلوه د روژې مبارکې میاشتې ګټو ته په اشارې وویل، دا میاشت هغو کسانو لپاره چې غواړي چې نشه‌یي توکي پرېږدي او یا خپل وزن کم کړي، یو ښه فرصت دی.

دلیلي وویل چې روژه نیول د هضمي سیستم استراحت لپاره یو فرصت ورکوي، په بدن کې د التهابونو کمېدو کې مرسته کوي، د ویني غوړ کموي، د ویني فشار تنظیموي، د بدن د غوړو او د وزن کمېدو کې مرسته کوي.

په روژه‌ماتي او پېشلمي کې بدن ته کوم خواړه ګټه او کوم زیان رسوي؟

ډاکټر محمدابراهیم دلیلي د همدې پوښتنې په ځواب کې وویل که پېشلمي او روژه‌ماتي کې که له خرماو، اوبو، سوپ، شوربا، وچې او تازو مېوو استفاده وشي، غوره ده.

هغه وویل هغه خواړه باید ونه خوړل شي چې سره کړي وي، ډېره مساله ولري او یا په بدن کې د سودیم د تعادل کچه ټيټه کړي او د تندې لامل شي لکه ملګلین (تروه) او خواږه خواړه.

دغه راز، د داخلې متخصص او ميډیکل تکنالوجست ډاکټر مجتبی محمدي وویل چې په پېشلمي کې باید له پروټني او ویټامین‌لرونکو خوړو استفاده وشي؛ ځکه د هغو په خوړلو سره د ورځې په جریان کې بدن د انرژۍ له کمښت سره نه مخ کېږي.

د هغه په خبره، د پېشلمي لپاره له لبني محصولاتو، ترکاریو او مېوو او روژه‌ماتي کې له خرما، سوپ، ترکاریو، حبوباتو او غوښې استفاده وشي.

پېشلمي او روژه‌ماتي کې کوم څښاک ګټور دي؟

ډاکټر محمدي وویل چې له کافین لرونکو څښاکو لکه قهوه چې د بې‌خوبۍ او ناارامۍ لامل کېږي، ګاز لرونکي څښاک چې مصنوعي قند لري، دغه‌راز ډېرې سړې اوبه او ډېر ګرم چای د څښلو باید ډډه وشي.

د هغه په خبره، په روژه کې مناسب څښاک شېدې، اوبه او هغه شربتونه چې ډېر خوږوالی نه لري دي.

یاد ډاکټران وایي چې باید په روژه‌ماتي کې ډېر خوراک ونه شي؛ ځکه چې دغه حالت کې د وزن د اضافه کېدو ډېر امکان وي او دغه راز په کافي اندازه اوبه وڅښل شي.

روژه مسلمانانو ته ډېره با ارزښته او د احترام وړ میاشت ده چې دې میاشت کې د سهار له اذانه د ماښام تر اذانه له خوړلو او څښلو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د روژې په رارسېدو سره په افغانستان کې د هغو توکو بیې چې ډاکټران یې سپارښتنه کوي د پخوا په پرتله لوړیږي چې ډېری بې‌وزله کورنۍ یې د پېرلو وس نه لري.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.