کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۰۳۴ کسان کېږي، د کب میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۱۸۱ کسان او ۱۴۵ کورنۍ، له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۸۵۳ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.
دا په داسې حا ل کې ده چې د کب میاشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې پورې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۴۰۱۱ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راغلي وو.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن