ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي بانک راتلونکې شنبه ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي

مرکزي بانک راتلونکې شنبه ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
14 Mar 2024 - 11:40
مرکزي بانک راتلونکې شنبه ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي
آرشیف
author avatar
14 Mar 2024 - 11:40

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبه ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

د افغانستان مرکزي بانک نن (پنج‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو له یاد لیلام څخه خبر ورکړی دی.

سرچینې له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.»

د سرچینې په وینا، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک د روان کال د کب په ۱۹مه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.