ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۱۲ ډېرو امریکايي سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو شمېر ډېرېدو غوښتنه کړې

له ۱۲ ډېرو امریکايي سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو شمېر ډېرېدو غوښتنه کړې

author avatar
15 Mar 2024 - 11:41
له ۱۲ ډېرو امریکايي سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو شمېر ډېرېدو غوښتنه کړې
author avatar
15 Mar 2024 - 11:41

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲): په امریکا کې د جمهوري‌غوښتونکي او ډیموکراټ ګوندونو له ۱۲ ډېرو سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو شمېر ډېرولو غوښتنه کړې ده.

اسوشیټېډ پرېس نن (جمعه، د کب ۲۵مه) د یادو سناتورانو د یوه لیک په حواله راپور ورکړی چې د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۲۰ زره نورو ویزو ته اړتیا ده.

د راپور پر بنسټ، دغو استازو یاد لیک د یوه ډیموکراټ سناتور جین‌شاهین په مشرۍ د امریکا کانګرېس ته لیکلی دی.

په لیک کې راغلي: «کانګرېس باید د کډوالۍ هغو ځانګړو ‎ویزو محدودیت کم کړي چې متحده ایالات کولای شي افغانانو ته یې ورکړي او د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د سپټمبر په میاشت کې ۲۰ زره نورو ویزو ته اړتیا ده.»

دوی زیاته کړې: «موږ باید اوس له دغو کسانو سره خپله ژمنه پوره کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې پر شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي په متحده ایالتونو کې خونديتوب ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی و چې د افغانانو لپاره د (SIV) په نوم د امریکا متحده ایالتونو ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر ښايي د روان ميلادي کال تر پایه ودرول شي.‎

د راپور له مخې، یوازې شاوخوا اته زره (اېس‌ای‌وي) ویزې پاتې دي چې د روان کال د اګسټ میاشتې تر پایه یا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر درېیمې کالیزې پورې به ووېشل شي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.