ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپینه ماڼۍ: افغانستان کې مو د مخکنیو همکارانو پر وړاندې ژمنه پای ته نه ده رسېدلې

سپینه ماڼۍ: افغانستان کې مو د مخکنیو همکارانو پر وړاندې ژمنه پای ته نه ده رسېدلې

author avatar
15 Mar 2024 - 12:54
سپینه ماڼۍ: افغانستان کې مو د مخکنیو همکارانو پر وړاندې ژمنه پای ته نه ده رسېدلې
AP Photo/Alex Brandon
author avatar
15 Mar 2024 - 12:54

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲): د سپینې ماڼۍ وياند ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو مخکنیو همکارانو او هغو کسانو پر وړاندې ژمنه پای ته نه ده رسولې چې د افغانستان په دوه لسیزه جګړه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان‌ کربي په یوه خبري ناسته کې ویلي: «که څه هم په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسېدلې، خو له افغانانو سره زموږ ژمنې پای ته نه دي رسېدلې چې په دې جګړه کې یې له موږ سره مرسته کړې ده.»

هغه څرګنده کړې: «موږ په بشپړ ډول د ‎ژمنې احساس کوو او له اخلاقي پلوه هم همداسې ده، داسې کارونه باید وکړو څو ‎دغه کسان له افغانستانه د وتلو لاره ومومي.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په امریکا کې د جمهوري‌غوښتونکي او ډیموکراټ ګوندونو له ۱۲ ډېرو ‎‎امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د دغه هېواد له ګانګرسه د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي: «کانګرس باید د کډوالۍ هغو ځانګړو ‎ویزو محدودیت کم کړي چې متحده ایالات کولای شي افغانانو ته یې ورکړي او د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د سپټمبر په میاشت کې ۲۰ زره نورو ویزو ته اړتیا ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی و چې د افغانانو لپاره د (SIV) په نوم د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړو وېزو د ورکړې بهیر ښايي د روان مېلادي کال تر پایه ودرلو شي.‎

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.