Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملک سلمان بنسټ له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲۹): د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ ټنه خُرما مرسته وکړه.

د دغې مرستې وېش لړۍ نن له کابله پیل شوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د سعودي عربستان حکومت د ملک سلمان خیریه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۱۰۰ ټنه خرما دغې ټولنې ته وسپارله.

دی وايي، دغه مرسته به د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه چې یاد بنسټ تېر کال هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې له ۴۷۰۰۰ کورینو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.

هغه زیاتوي چې دغه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د نورو مرستو ژمنه هم وکړه.

نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د قطر او ترکیې مرستې هم افغانستان ته را رسېدلي دي.

د سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی د اړوندې موضوع په تړاو وویل چې دغه مرسته شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به پر ۱۲۵۰۰ کورنیو ووېشل شي.

دا په داسې حال ده چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۲ مه هم یاد بنسټ له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.