جلالاباد (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک د بيارغونې چارې پيل شوې.
دا سړک د جلالاباد ښار د درېيمې ناحیې اړوند د امنیه قوماندانۍ مخې ته جوړېږي چې پلې لارو او ویالو جوړلو چارې هم په کې شاملې دي.
نن په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د جلالاباد ښاروال عبدالرزاق ضیایي وویل، دا سړک له کلونو راهېسې په بېلابېلو بهانو د ښاریانو پر وړاندې بند و.
هغه وویل چې دغه سړک ۳۰۰ متره اوږدوالی او پنځه متره عرض لري او د یوولس میلیون افغانیو په لګښت یې نن یې د جوړلو چارې پیل شوې او پیسې د یاد ریاست له لورې ورکول کیږي.
د یادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د جلالاباد ښار په دویمه ناحیه کې د یو فرعي سړک د بیارغونې چاې پيل شوې وې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن