غزنيښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د غزني حکومتي مسوولین وايي چې له ایرانه په زور را ایستل شوو لسګونو ځوانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالقیوم مکلم وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي لګښت ۸۴ ځوانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
هغه وویل، دغه ځوانان چې په زور له ایرانه را ایستل شوي د شپږو میاشتو په موده کې ورته د خیاطۍ، برېښنا، مبایل جوړولو، نجارۍ، پيويسي، موټرسایکل ترمیمولو، موټر ترمیمولو، ولډینګ کاري او ځینو نورو برخو کې مسلکي زدهکړې ورکول شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې ۶۰۰ ځوانانو ته بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې ورکړل شوې دي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د پرمختیايي او ولسي خدمتونو موسسې ولایتي مسوول محمدقاسم محمودي پژواک ته وویل چې د دغو تنکیو ځوانانو عمرونه له ۱۸ کلونو کم دي او له ایرانه په زور را ایستل شوي دي.
د هغه په وینا، د زدهکړو په جریان کې دغه هر کس ته د میاشتې درې – درې زره افغانۍ ورکول کېدې او اوس هر فارغ شوي ته د اړونده مسلک د وسایلو یو کېټ هم ورکړل شو.
ورته وخت کې، یوه نوي فارغ شوي احمد جاوېد پژواک ته وویل چې وویل، د موبایل جوړولو برخه کې یې زدهکړې کړې او هڅه کوي، له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزي حل کړي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ډول پروګرامونه ډېر کړي څو نور بې روزګار ځوانان هم وروزل شي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم په غزني کې لسګونه کسان له ورته حرفوي زدهکړو فارغ شوي دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن