Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه کسان د هلمند سیند کې ډوبېدو له امله مړه شول

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین خبر ورکوي چې دوه تنه ګرشک ولسوالۍ کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړي .

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه مهال د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ د سید تاجدار اغا سیمه کې د سیند اوبو کې دوه تنه د لامبېدلو پر مهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی .

نوموړی وایي، یاد کسان د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي وو او جسدونه یې له سینده تر ویستلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي .

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.