Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت: ځوابي بريد کې مو د پاکستان پوځي مرکزونه ويشتلي

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): ملي دفاع وزارت وايي، افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان هوايي بريدونو په ځواب کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله ويشتلي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې نن سهار د پاکستان کشفي او جنګي جېټ الوتکو یو ځل بیا په یوه تېري‌کوونکي اقدام سره د افغانستان خاورې دننه د پکتیکا په برمل او د خوست سپیرې ولسوالیو کې د ملکي وکړو کورونه بمبار کړي دي.

سرچينه زياتوي: «د دغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامی امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.»

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د خرلاڅې دروازه هم تړل شوې ده.

اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد د یادو بريدونو غبرګون کې ويلي چې خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار – چې اته ملکي وګړي په‌کې وژل شوي – داسې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.