کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): ټاکل شوې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاووریزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره شي.
دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د افغانستان پر وخت نن شپه اتهنیمې بجې پیلېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلېنډ سره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.
د یادونې ده، له دې مخکې یوه لوبه افغانستان او یوه هم ایرلېنډ لوبډلې ګټلې چې اوسمهال دغه لوبلړۍ یو – یو مساوي ده.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن