Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان له ایرلنډه د شل‌اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم ایرلېنډ ته په سترې ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ دوه پر یوه وګټله.

دا لوبې د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوې.

د درېیمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۵ منډې کړې او ایرلېنډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۷۲ ، محمداسحق ۲۷ او صدیق اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.

د ایرلېنډ لوبډلې دا ځل د افغانستان د تېزو توپ‌اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۹۸ منډو وسوځېده، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۵۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري عظمت عمرزي ښکلې توپ‌اچوونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول، نوین‌الحق درې ، فضل‌حق فاروقي، راشد خان او ننګیالي خروټي یو - یو لوبغاړي وسوځول.

ابراهیم ځدراڼ د درېیمې لوبې او راشد خان د درېیو شل اووریزو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

له دې مخکې لومړۍ ټېسټ لوبه ایرلېنډ وګټله، خو د یوه ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ګټلې وه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.