جلالاباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځانوژنې بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د کب په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و چې د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو مېرمن وژل شوې، خو د امنیتي ځواکونو د څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې یاده مېرمن چا نه ده وژلې بلکې ځانوژنه يې کړې ده.
دی وايي، بلخوا ته بیا د جلالاباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دې مېرمنې پلار او ورونه چې له پېښې خبر شوي، نو خپله انګور يې چې د لور بدل یې وه، په چړو وهلې او وژلې ده.
هغه وویل چې د دې ښځې د وژل کېدو په تړاو د هغه خسر او لېور نيول شوي دي.
د زابلي په وينا، نيول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي چې د لا زیاتو څېړنو لپاره به د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته واستول شي.
Views: 155
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن