Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسټرالیا له افغانستان سره راتلونکې شل‌اوریزه لوبې هم وځنډولې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د اسټرالیا کرکټ ادارې یو ځل بیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره د شل‌اوریزو سیالیو لوبلړۍ ځنډوي.

ټاکل شوې وه د روان ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې شل‌اوریزې لوبې ترسره شي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ ادارې نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د اسټرالیا له حکومت سره په تفاهم او په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په پام دغه هېواد له افغانستان سره درې شل‌اوریزه لوبې د روان کال په اګسټ میاشت کې نه ترسره کوي.

د اسټرالیا کرکټ ادارې ویلي، دوی په ټوله نړۍ کې د ښځينه او نارینه وو کرکټ ته ژمن دي او دغه راز زیاته کړې یې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړۍواله شورا پر دې کار کوي څو په راتلونکي کې د شل‌اوریزو سیالیو دغه دوه اړخیزه لوبې ترسره شي.

په دې اړه تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې اسټرالیا له دې مخکې هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده‌کړو او کار ځنډېدو له امله تېر ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ترسره‌کېدونکي پنځوس‌اوریزې سیالۍ لغوه کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.