کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان په همکارۍ په غور، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې د زیانمنو ټولنو ملاتړ لپاره پنځه میلیون یورو مرسته کوي.
اروپايي ټولنې پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یاده مرسته به په راتلونکو درېیو کلونو کې د سیمهییزو ټولنو غذایي امنیت ډېرېدو لپاره ولګول شي.
د یاد بنسټ په وینا، په افغانستان کې به څه باندې ۲۶ زره کسان له یادو مرستو برخمن شی.
خبرپاڼه کې راغلي: «دا پروژه به د هغو خلکو په ژوند کې بدلون راولي چې د خوارځواکۍ، د خوړو نه خوندیتوب او د کرنې برخو کې د فعالیتونو لپاره د سرچینو له کمښت سره مبارزه کوي.»
سرچینې زیاته کړې، یاده پروژه د بزګرۍ تولیداتو پر پیاوړتیا، د غواګانو پر پالنه او له کوچنیو او متوسطو کاروبارونو پر ملاتړ تمرکز لري او دغه راز د کرنیزو فعالیتونو برخه کې د ښځو او ځوانانو مهارت او پوهه لوړوي.
ورته مهال، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیلا ایودیس ویلي: «د لسګونه زره افغان وګړو په ژوند کې رښیتني بدلون راوستلو په موخه د لوږې پر وړاندې اقدام له سازمان سره زموږ د نوي مشارکت هرکلی کوم.»
بلخوا، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان مدیر ویجي رغوان هم په دې اړه ویلي: «څه باندې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري، له همدې امله د دې پروژې ملاتړ د اروپايي ټولنې لهخوا کېږي، لوی اغېز به ولري؛ ځکه چې بنسټیزې ستونزې حل کوي او هغو خلکو ته چې له یادې پروژې ګټه پورته کوي، وړتیا وربښي څو په اوږدمهال کې خپلې غذايي اړتیاوې پوره کړي او ټولنې د ګواښونو پر وړاندې لا پیاوړې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) وویل، په روان میلادي کال کې ۲۳،۷ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستون ته اړتیا لري.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن