Language

«سږ کال بلخ کې د نیالګیو او تازه ګلانو بازار سوړ دی»

مزارشریف (پژواک، د روي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د نیالګیو او تازه ګلانو پلورونکي وایي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د نیالګیو او تازه ګلانو بازار سوړ دی.

نېک‌محمد چې د مزارشریف ښار یو ګل‌پلورونکی دی وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله د ګلانو په پېر او پلور کې کموالی راغلی او ډېری تازه ګلان ورسره پاتې او د وچېدو له خطر سره مخ دي.

نوموړی وایي چې په تېرو کلونو کې به ځینو خلکو او دولتي ادارو ترې ګلان او نیالګي پېرل خو سږ کال یې د تېرو وختونو په څېر بازار ښه نه دی.

نوموړی له خلکو او چارواکو غواړي چې د ښار، ادارو، هټیو او کورونو د ښکلا لپاره دې ګلان واخلي او خپل چاپېریال دې پرې ښایسته کړي.

دغه راز د تازه ګلانو او نیالګیو یو بل پلورونکی عارف‌حسین وايي چې د ګلانو او نیالګیو کرل روغتیا ته ګټه لري او د انسانانو لپاره د اکسېجن د تولید لویه سرچينه ده.

نوموړی وایي، سږ کال یې ډېر نیالګي پېرلي خو تر اوسه نه دي پلورل شوي.

هغه له خلکو غواړي چې د چاپېریال زرغونتیا لپاره دې ګلونه او نیالګي وپېري.

ځینو نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د مزارشریف ښار اوسېدونکی فیض‌محمد نیالګي او ګلان د ښار د ښکلا، زرغونتیا او هوا پاکولو سرچینه بولي.

هغه له خلکو غوښتنه کوي څو د خپل کور، سیمې او ښار د ښکلا او د خلکو روغتیا په موخه نیالګي کښېږدي.

بل لور ته، د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وایي چې په وروستیو کې د خلکو لېوالتیا د ګلانو او نیالګیو اېښودو ته ډېره شوې ده.

د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي چې په وروستیو کلونو کې نیالګیو او زینتي ګلانو اېښودو او ساتنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

هغه دغه راز زیاتوي چې روان کال دې ادارې شاوخوا ۳۵ زره نیالګي پر بڼوالو وېشلي او هڅه کوي د یو شمېر همکارو موسسو په مرسته نور نیالګي هم کېنوي.

نوموړی دغه راز له خلکو غواړي چې خپلو کورړنو کې دې نیالګي کېږدي او پر ګلانو دې خپلې سیمې ښکلې کړي، په دې سره به یې له یوې خوا ثواب وشي او له بلې خوا یې د روغتیا لپاره ګټه لري.

د مزارشریف ښاروالۍ معلوماتو له مخې، سږ کال په بلخ کې د کرنې، ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو له لوري په بلخ ولایت کې څه باندې سل زره نیالګي اېښودل کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.