Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوی درستیز مرستیال پاکستان ته: د هر برید په کلکه ځواب ورکوو

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ملي‌ دفاع وزارت وايي چې د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

دفاع وزارت د وري په لومړۍ نېټه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د هېواد د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي‌خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ډیورنډ له فرضي کرښې سره د ملي اسلامي اردو منسوبینو له پوستو لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، پاکستاني لوري ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لوري د جدي خبرداري او بېړني ضرب‌الاجل ټاکلو له امله اوسمهال په سیمو کې نښتې کمې شوې دي.

صدیق یرغلګرو ته د خبرداري په پیغام کې ویلي: «موږ د جګړې طرفدار نه یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم فایر وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي، په عاجله توګه به هغوی ته ځواب ورکوي.»

د یادونې ده، افغان سرحدي ځواکونو له هغه وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو د درنو وسلو ګوزارونه وکړل چې د پاکستان جېټ الوتکو د افغانستان په ځینو سیمو کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.