کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): کابل ښاروالي د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر په تایمني سیمه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه تفریحي پارک جوړولو خبر ورکړ.
کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پارک د کابل ښار د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر په تایمني سیمه کې جوړېږي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رییس مولوي عبدالوکیل متوکل د دې پروژې په پلي کولو کې له ښاريانو مرسته غوښتې او ژمنه يې کړې چې د سیمهییزو او ښاري ستونزو حل په موخه به په دې ناحیه کې د زرغونتیا او د نورو پارکونو جوړولو چارې هم پيل شي.
هغه وویل، د ښاریانو لپاره د ښکلا او اسانتیاوو برابرولو په موخه دغه پارک په لس زره مترمربع ځمکه کې جوړ شي چې د احاطې دېوال، پلولارو جوړول د چمن کرل او د نیالګیو او ګلانو ایښودل په کې شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پارک د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن