ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ځانمرګی برید؛ مسوولین وايي، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

کندهار کې ځانمرګی برید؛ مسوولین وايي، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

author avatar
21 Mar 2024 - 09:42
کندهار کې ځانمرګی برید؛ مسوولین وايي، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
author avatar
21 Mar 2024 - 09:42

کندهار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): نن سهار د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی چې درې کسان په‌ کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار له امنیه قوماندانۍ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار اته‌نیمې بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د نوي کابل بانک مخې ته د هغو کسانو په منځ کې چاودنه کړې چې بانک ته د خپلو پیسو ترلاسه کولو په موخه په کتار کې ولاړ وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

سرچینې لیکلي، ټپيان په وخت ملکي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي او زیاته کړې یې ده چې روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویلي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

Views: 424

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.