Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې له لسګونه روغتیایي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه

ترینکوټ (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د دغه ولایت له ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو سره د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته شوې ده.

د اروزګان د عامي روغتیا رییس ډاکتر محمدالله روحاني وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د دغه ولایت له ۶۴ روغتیايي مرکزونو سره د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته شوې ده.

هغه وايي، یاده مرسته کې ۷۲ ډوله طبي وسایل او ۳۰ ډوله درمل شامل دي.

روحاني زیاته کړه، تازه ورکړل شوي درمل به په روغتیایي مرکزونو کې د درېیو میاشتو او طبي وسایل به د اوږدې مودې لپاره د یادو مرکزونو اړتیاوې پوره کړي.

اروزګان کې د افغان روغتیایي او پرمختیایي موسسې «AHDS» مسوول ډاکټر رحیم‌الدین نورزاد وویل، مرسته شوي درمل او وسایل به د دوی له لوري ډېر ژر د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړه، په طبي وسایلو کې د عملیات خونې وسایل، د زېږون چپرکټونه، د بستر چپرکټونه، د فزیوتراپي وسایل، د لومړنیو روغتیايي مرستو کېټونه، د واکسین یخچالونه او اداري وسایل شامل دي.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې له روغتیایي مرکزونو سره یې مرستې شوې او زیاتوي چې له دې وروسته به یې په روغتیايي برخه کې یو شمېر ستونزې راکمې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.