ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوه متشبثه مېرمن: د کوچنیو سوداګرو ملاتړ په موخه باید له کورنیو تولیداتو استفاده وشي

هرات کې یوه متشبثه مېرمن: د کوچنیو سوداګرو ملاتړ په موخه باید له کورنیو تولیداتو استفاده وشي

author avatar
21 Mar 2024 - 16:10
هرات کې یوه متشبثه مېرمن: د کوچنیو سوداګرو ملاتړ په موخه باید له کورنیو تولیداتو استفاده وشي
author avatar
21 Mar 2024 - 16:10

هرات (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): هرات کې د مېویي چپسو د تولید او پروسس یوازېني شرکت مسووله وایي چې حکومت باید د متشبثو ښځو ملاتړ په موخه باید دوی د محصولاتو پلورلو لپاره موسسو او بهرنیو بازارونو ته معرفي کړي.

د دغه تولیدي شرکت مسوولې صادقې صادق‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله کېږي چې خپل فعالیت یې پیل کړی او اوس د حضوري خرڅلاو ترڅنګ په انلاین ډول هم پلور لري.

هغې وویل، اوس یې کار نسبت تېر ته ښه شوی او له خپل خرڅلاو راضي ده، خو د هغې په خبره، که څه هم د دغه محصول خرڅلاو وخت نیسي، خو د پلور بازار یې د تولیداتو بیو ته په کتو ځانګړي مشتریان لري.

مېرمن صادق‌یار وویل چې د دې شرکت دمګړۍ د افغانستان په کچه یوازېنی شرکت دی چې دې برخه فعالیت کوي او اته ډوله تازه مېوې په چپسو بدلوي.

نوموړې چې دوه کاله مخکې په دوه سوه زرو افغانیو فعالیت پیل کړی، له حکومته غواړي څو له متشبثو ښځو د ملاتړ په موخه دوی د محصولاتو پلورلو لپاره موسسو او بهرنیو بازارونو ته ور معرفي کړي او د دې ترڅنګ یې له خلکو هم غوښتنه وکړه څو له کوچنیو سوداګرو د ملاتړ په موخه له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.

بلخوا، د دغه شرکت مالي او اداري مرستیاله عالیه غوریار وایي چې د دغه شرکت د جوړولو یوه موخه ښځو ته د کار برابرول دي چې دمګړۍ دغه شرکت کې پنځلس ښځې په بېلابېلو وختونو کې په کار بوختې دي.

مېرمن غوریار وایي، نظر هغه دستګاه او امکاناتو ته چې دوی یې په لاس کې لري، کولی شي چې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ کیلو تازه مېوې پر چپسو بدلې کړي او دغه راز هڅه کېږي څو د مېوو په فصل کې ډېرې تازه مېوې وپېري او ډېر تولیدات ولري.

په دغه حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې اوسمهال دغه ولایت کې د سوداګرۍ لپاره مناسبه زمینه برابره شوې چې ښځینه او نارینه سوداګر کولی شي په ډاډه زړه او د دولت په ملاتړ خپل ورځني تجارت ته دوام ورکړي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدبشیر سیرت پژواک ته وویل، د صادق‌یار د چپسو شرکت چې له تازو مېوو چپس تولیدوي، ساری یې په افغانستان کې نشته او د سیمې په کچه هم له لوړ کیفیته برخمن دي.

مولوي سیرت زیاته کړه چې له سوداګرو ملاتړ د یادې ادارې له لومړیتوبونو دی.

نوموړي وویل، څه موده وړاندې چې په ترکمنستان هېواد کې د محصولاتو او تولیداتو کوم نندارتون ترسره شوی و، هغه نندارتون کې ۷۶ شرکتونو ګډون کړی و، دغه شرکت هم د دولت په ملاتړ په کي برخه اخیستې وه او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړل چې د داخلي او بهرنیو سوداګرو له هرکلي سره مخ شو.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ملي او نړۍيواله کچه د نندارتونونو جوړول د داخلي محصولاتو لپاره یوه ښه وسیله بولي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.