کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ځانمرګي برید غندلو ترڅنګ ډاډ ورکوي چې عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
نن سهار د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید وشو چې درې کسان په کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي، شهیدانو ته یې فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې.
سرچینې زیاته کړې: «د لومړنیو څېړنو له مخې دغه جنایت خوارجو ترسره کړی.»
سرچینې دغهراز زیاته کړې: «د کورنیو چارو وزارت د دغه جنایت د غندلو ترڅنګ ډاډ ورکوي چې عاملین به یې په هر ځای کې چې وي پیدا او د قانون منګلونو ته به وسپارل شي.
بل خوا، د کندهار امنیې قوماندانۍ ویلي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP