ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا ۱۲ زره افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې نورې وېزې ورکوي

امریکا ۱۲ زره افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې نورې وېزې ورکوي

author avatar
21 Mar 2024 - 13:55
امریکا ۱۲ زره افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې نورې وېزې ورکوي
author avatar
21 Mar 2024 - 13:55

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲۹): د امریکا کانګرس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو د ورکړې په اړه هوکړه کړې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال تېره ورځ په یوې استماعیې غونډې کې وویل: «سپینې ماڼۍ او د کانګرس مشرانو هغو افغانانو ته چې له متحدو ایالتونو سره یې مرسته کړې، د ۱۲زره وېزو ورکولو په اړه موافقه وکړه.»

په راپور کې راغلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو او ژباړونکو ایستلو ملاتړې ادارې او پروګرام وايي چې دا وېزې د حکومت د نوې بودجې په معاملې کې منل شوې دي.

راپور زیاته کړې، له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې څه باندې ۱۰۰زره افغانان چې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته وایستل شول او لا هم زرګونه هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې پاتې دي.

د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو وېزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کلونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول وېزې تایید کړې او اوس د کډوالۍ د ځانګړو وېزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېد.

اسوشیټېډ پرېس د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۵مه راپور ورکړی و چې د امریکا د جمهوري‌غوښتونکي او ډیموکراټ ګوندونو له ۱۲ ډېرو سناتورانو افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو وېزو شمېر ډېرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی و چې د افغانانو لپاره د (SIV) په نوم د امریکا متحده ایالتونو ځانګړو وېزو د ورکړې بهیر ښايي د روان ميلادي کال تر پایه ودرول شي.‎

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.