ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش د کندهار ځانمرګي برید مسوولیت ومانه؛ امریکا: دا ترهګریزې کړنې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو

داعش د کندهار ځانمرګي برید مسوولیت ومانه؛ امریکا: دا ترهګریزې کړنې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو

author avatar
22 Mar 2024 - 07:08
داعش د کندهار ځانمرګي برید مسوولیت ومانه؛ امریکا: دا ترهګریزې کړنې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو
author avatar
22 Mar 2024 - 07:08

[restrict paid=”true”]

 اټلانټا (پژواک ۲ وری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د کندهار ښار ځانمرګی برید غندلی، بل خوا داعش ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام‌ویسټ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، امریکا دا ترهګریز برید غندي چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې بې‌ګناه وګړي ووژل.

ده زیاته کړې: «موږ د قربانیانو د کورنیو په فکر کې یو او دُعاوې ورته کوو.»

بل خوا، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر هم پر اېکس لیکلي چې دوی ټولې ترهګریزې کړنې، هغه که د کابل په دشت برچي سیمه او یا هم په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ترسره کېږې، د یوه بزدلانه عمل په توګه غندي.

هغې زیاته کړې: «زما خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره ده. افغانان باید د روژې میاشت په سوله ییزه توګه او له وېرې پرته ولمانځي.”

په ټولنیزو شبکو کې هم کابل  کې د چاودنې په اړه پوسټونه شوي، خو رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

د پنجشنبې سهار د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی چې د مسوولینو په وینا، درې کسان په‌ کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار له امنیه قوماندانۍ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار اته‌نیمې بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د نوي کابل بانک مخې ته د هغو کسانو په منځ کې چاودنه کړې چې بانک ته د خپلو پیسو ترلاسه کولو په موخه په کتار کې ولاړ وو.

بل خوا داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

[/restrict]

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.