فیروزکوه (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۳): د غور امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور په فیروزکوه ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د استیناف محکمې د عامه دیوان قاضي مفتي محمد جمعه له خپلې یوې اووه کلنې لور سره نن سهار په داسې حال کې د ناپېژاندو وسلهوالو لوري په شهادت رسېدلی چې د قران کریم په تلاوت بوخت و.»
هغه دغهراز وویل چې له پېښې وروسته کشفي او استخباراتي ځواګونه د پېښې ځای ته تللي او د قضیې په تړاو یې دوه کسان نیولي او دوه نور کسان هم تر تعقیب لاندې دي.
بدري وویل چې نیول شوي کسان د اسلامي امارت د ځواکونو تر نظارت لاندې دي او د قضیې د لا روښانه کېدو په موخه څېړنې روانې دي.
ده دغهراز وویل چې د پېښې انکېزه تراوسه نه ده معلومه.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن