Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له اسلام‌اباده یوه ډله نور افغانان جرمني ته ولېږدول شول

اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د پاکستان له پلازمینې یوه ډله نور افغانان په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاده ډله پرون په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام‌اباده ولېږدول شول.

سرچینې زیاته کړې، دا کسان هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند له خطر سره مخامخ و.

خو د جرمني د بهرنیوو چارو وزارت داا نه دي ویلي چې په پرونۍ ډله کې څومره نارینه او څومره ښځې وې.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۳۳ زره افغانان د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته بېول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جمهوریت تر سقوط وروسته د تخلیې په پروګرام کې تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره افغانان اروپا، امریکا او اسټرالیا ته لېږدول شوي چې ډېری یې امریکا کې مېشت شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.