Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د وژل شوي ډاکټر کورنۍ د هغه قاتلینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي

[restrict paid="true"]

خوست‌ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): خوست کې د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي او خپلوان له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د هغه قاتلينو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

د شيزالله په نوم دغه ډاکټر شاوخوا لس ورځې مخکې د دغه ولايت مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې که څه هم د ياد ډاکټر قاتل له پېښې يوه ورځ وروسته د کابل په هوايي ډګر کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی، خو د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي ټينګار کوي، چې ياد کس بايد ژر تر ژره خپله سزا وويني.

هغوی نن د «وري ۲مه» د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې يوه خبري کنفرانس وويل په ياده پېښه کې نور ښکېل کسان هم چې دا مهال ازاد ګرځي بايد د امنيتي ځواکونو له خوا ژر ونيول شي.

د وژل شوي ډاکټر ورور فيض الله فيضي کنفرانس ته وويل؛ قاتل او نور ښکېل کسان چې د ده د ورور په وژنه کې لاس لري، د اسلامي شريعت مطابق دې په علني ډول په سزا ورسيږي.

ده زیاته کړه: «لومړی کله چې هغوی زما کوچنی ورور او وړوکی تره زوی کور ته راغلل چې موږ يې ووهلو، نو زموږ مشران مقابل طرف ته ورغلل او غوښتل يې کيسې ورسره وکړي چې ماشومان مو ولې وهلي دي، خو مقابل طرف مخکې له مخکې کمين نيولی و، دوه لاسي بمونه يې وغورځول، ډزې يې وکړې، چې شاوخوا شپږ نفره مو زخميان شول او ورور مې چې تازه له طب فارغ شوی و، ووژل شو.»

د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ بل غړي طوطي خان هم دغه کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې دوی سره زيات ظلم شوی دی او په ناحقه يې د دوی ځوان ډاکټر وواژه او څو نور کسان يې ور ټپيان کړل.

نوموړي له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه، چې په ياده پېښه کې ککړو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي، څو نورو خلکو ته د عبرت وړ وګرځي.

هغه وايي: «دغه قاتل ته بايد داسې سزا ورکړل شي چې د افغانستان ټولو خلکو ته عبرت شي او بل سړی داسې ونه کړي او په داسې اسانۍ سره يې خوشی نه کړي. څنګ کې نور کسان چې اوس هم ازاد ګرځي هغه هم بايد ونيول شي.»

بل خوا امنيتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې په یاده پېښه کې ټول ښکېل کسان به محاکمه کيږي او خپله سزا به ويني.

د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک اژانس ته وويل چې د تېر يو کال په اوږدو کې يې د قتل دا ډول ۹۰ قضيې درلودې چې په تور يې ۵۵ کسان نيول شوي او دوسيې يې محکمې ته سپارل شوې دي.

هغه وويل: «موږ د امنيتي ځواکونو له ادرسه ولس ته ډاډ ورکوو چې هر هغه څوک چې د شخصي دښمنيو په نوم په ښار او اطرافو کې امن اخلالوي، امنيتي ځواکونه به يې په وړاندې جدي او ګړندي عملیات ترسره کړي.»

احرار په خپلو خبرو کې تر ډېره د يادو پېښو د رامنځته کېدو لامل ټولنيزې ستونزې يادې کړې، چې له مخې يې ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کيږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.